روسیې یوه خبریاله د طالبانو د فعالیتونو د «توجیه کولو» په تور بندي‌ کړې ده

۳ ساعتونه مخکې

روسي رسنیو خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د نادژدا کورکووا په نوم یوه خبریاله د طالبانو د فعالیتونو د «توجیه کولو» په تور نیولې ده.

ریانووستي لیکلي چې کورکووا د ۲۰۲۴ له مې میاشتي راهیسې په موقتي توقیف کې وه او د مسکو محکمې د جمعې په ورځ د هغې د بند موده ډېره کړه.

د روسیې دې دولتي رسنۍ د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲ مه) نېټه خبر ورکړ، چې دغه خبرياله په دې تورنه وه، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د ټيليګرام په چينل کې د طالبانو د فعالیتونو د توجیه کولو اړوند یو متن خپور کړی و.

پر هغې یو بل تور دا هم و، چې په مرکزي افريقا کې د روسي پوځي خبريال اورخان جمال د وژنې اړوند یوه مقاله یې په ټيليګرام کې يې نشره کړې وه.

طالبان د روسیې د ترهګريزو ډلو په لیست کې دي.

ریانووستي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د مسکو د محکمې د حکم له مخې، نادژدا کورکووا به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر پنځمې پورې په موقتي توګه په توقیف کې وي.

تر هغه وخته پورې به د هغې پر ضد د تورونو په اړه پلټنې وشي.

نادژدا کورکووا تر دا مهاله د روسیې د یو شمیر مشهورو رسنیو لکه نوایاګازتا او نیزاویسیمایاګازتا سره همکاري کړې.

هغې په ​​سوریه، ایران، عراق او غزه تړانګه کې هم د خبریالې په توګه کار کړی دی.

د راپورونو له مخې دغې خبریالې دا تورونه رد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو