په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولي (یوناما) د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا د ۱۱ کسانو وژنه غندلې ده.
په کابل کې د یوناما دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د صوفیانو پر عبادت ځای د پنجشنبې د ورځې د وسلهوال برید چې ۱۱ تنه په کې ووژل شول؛ غندنه کوي.
یوناما له طالب چارواکو غوښتنه کړې، چې پېښه په بشپړه توګه وڅېړي.
یوناما دارنګه له طالبانو غوښتي، چې د راتلونکو ورته بریدونو مخه ونیسي او د ټولنې د ټولو وګړو او توکمونو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کړي.
له بل پلوه د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر دغه پېښه هېښوونکې بللې ده.
په بغلان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ منلې، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د «سید پادشاه اغا» پر زیارت د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه برید په تړاو څو مشکوک کسان نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
تر دې وړاندې سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی و، چې ناپېژاندو وسلهوالو وړمه شپه ۱۱ کسان د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې په ډزو وژلي دي.
د سرچینو په وینا، دغه کسان د نهرین په شهر کهنه کې د سیدپادشاه په زیارت کې چې «په ذکر بوخت وو، وژل شوي دي.»