معترضې مېرمنې: نړۍواله ټولنه باید د «ترهګریزو» بریدونو مخنیوي لپاره پر طالبانو فشار راوړي

۴ ساعتونه مخکې

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، دا د نړۍوالې ټولنې اخلاقي او سیاسي مسوولیت دی چې پر طالبانو سخت بندیزونه ولګوي او د بغلان پېښې ته ورته د هدفي بریدونو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بغلان ولایت په یو عبادت ځای کې وروستی برید غندلی او هغه یې «ترهګریز» عمل بللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په تېرو درېیو کلونو کې په سیستماتیک او قصدي ډول زیارتونه، خانقاوې او نور هغه مرکزونه په نښه کړي چې د صوفيانو په پیروانو پورې تړلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي: «زموږ موندنې ښیي، چې د سید پادشاه اغا پر مزار وروستی برید د طالبانو له پرله پسې ګواښونو او په ځانګړې توګه د بغلان ولایت د امنیه قومندان له‌خوا چې پخوا یې د صوفیانو په زیارت کې د راغونډېدو مخه نیولې وه، رامنځ ته شوه. هغه د دوی کړنې غیر اسلامي او توهینونکې وبللې او له دوی یې وغوښتل، چې له داسې کړنو دې ډډه وکړي.»
د خبرپاڼې له مخې: «موږ له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو، چې په سملاسي توګه د دغه برید په اړه یوه خپلواکه او بې پرې څېړنه پیل کړي.»
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې په افغانستان کې د «مذهبي افراطیت» د مخ په زیاتېدونکي څپې سترګې پټول کېدای شي د سیمې او نړۍ لپاره ویجاړونکي پایلې ولري.

نور خبرونه

رادیو