طالبانو په ننګرهار ولایت کې یو کس د «نامشروع» اړیکو په تور په ۳۹ دورو وهلی دی.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغې ډلې یاد تورن کس د ننګرهار په ده بالا ولسوالۍ کې د نامشروع اړیکو په تور په دورو وهلی دی.
د خبرپاڼې له مخې، پر تورن کس تعزیري سزا د سترې محکمې تر تایيد وروسته عملي شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي: «ابتدایيه محکمې ياد مجرم پر ۳۹ دورو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تایيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.»
په خبرپاڼه کې بیا د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یادې ډلې نن په جوزجان ولایت کې ۹ تنه د «شراب پلورلو» او د ۴ ښځو په ګډون ۱۳ کسان يې «د زنا او قتل» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
له دې سره، طالبانو نن په پروان ولایت کې هم يوه ښځه او يو سړی د «زنا» په تور په عام محضر کې په ۳۹ ـ ۳۹ دورو وهلي او هم يې درې – درې کاله د تنفيذي بند سزا ورکړې.
طالبانو په پرله پسې ډول خلکو ته بدني سزاوې زیاتې کړي دي.
که څه هم د طالبانو دا چلند په پراخه کچه غندل شوې او پر دې ډلې سختې نيوکې کېږي؛ خو طالبان بیا له دې ټولو سره - سره وایي، چې پر خلکو شرعي قوانین پلي کوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په هېواد کې ډېری بنسټیز بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.