طالبان وايي، د حیات الله په نوم د لومړي ځانمرګي بریدګر پر قبر د څلي جوړول «له فرهنګي پلوه په افغانستان کې د امریکا په وړاندې د افغانانو د اتلولیو د قدردانۍ یوه هڅه ده».
په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند او سراج الدین حقاني ته نیږدې کس خالد ځدراڼ پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د لومړي ځانمرګي بریدګر د برید پر ځای د څلي د جوړولو چارې پیل شوې.
نوموړي لیکلي، چې د حیات الله په نوم یوه ځانمرګي بریدګر د پکتیا ولایت په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو برید کړی و، چې په هماغه ځای کې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په لارښوونه د یو څلي د جوړولو کار پیل شو.
خالد ځدراڼ زیاته کړې، چې دغه څلی د سراج الدین حقاني پورې تړلي «جلال بنسټ» لهخوا جوړېږي او په ډېره کمه موده کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.
نوموړي لیکلي:« د دغه څلي د جوړېدو هدف د حیات الله “لومړني ځانمرګي بریدګر” د یاد خوندیتوب او په فرهنګي لحاظ په افغانستان کې د امریکایانو په وړاندې د افغانانو د اتلولیو د قدردانۍ هڅه ده.»
د حقاني ډله په افغانستان کې یوه له هغو ډلو څخه ده، چې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ځانمرګو بریدونو کې زرګونه ملکي وګړي او افغان نظامیان وژلي دي.
که څه هم په ښکاره د حقاني شبکې غړي د کندهاري طالبانو پرتله ځان نرم دریځه او منځلارې ښیي؛ خو د دغې شبکې له لوري په افغانستان کې د ډېرو ځانمرګو بریدونو په کولو سره د خلکو په زړونو کې د یادې شبکې پر وړاندې کرکه او نفرت ډېر دی او ښايي د یادې ډلې په ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړي هیڅکله هم دغه ډله ونه بښي.
حقاني ډلې د حیات الله په نامه د دغه کم عمره ځانمرګي بریدګر قبر رغولی او شناخته یا لخڅه یې پرې لګولې ده.
دا په افغانستان کې د طالبانو لومړنی ځانمرګی بریدګر و، چې د حقاني شبکې یوه پخواني قوماندان مولوي عبدالمنان د القاعده شبکې او پاکستاني طالبانو په همکارۍ برید ته چمتو شوی و.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، د حیات الله مسید قبر ته، چې د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سرانه سیمه کې د سړک پر غاړه پروت دی، وخت ناوخته د طالبانو او حقاني شبکې مشران د دوعا لپاره ورځي.