د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر طالبانو ته په اشارې سره وایي، چې افغان خبریالان باید د غچ اخیستو له وېرې پرته په خوندي توګه فعالیت وکړي.
نوموړې په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو باید ملاتړ وشي، تر څو په خوندي توګه کار وکړي.
مېرمن دېګر دغه راز زیاته کړې ده، چې د معلوماتو ترلاسه کول د ټولو انسانانو بنسټیز حق دی او افغان خبریالان د افغانستان دننه او بهر افغانانو ته معلومات رسوي.
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوسمهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خبریالان هېڅ ډول معلوماتو ته لاسرسی نه لري او نه هم د طالبانو د بندیزونو له امله په ازاده توګه کار کولی شي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارزدافیرې مخکې هم ویلي و، چې افغان خبریالان له ورپېښو ګواښونو کړېږي او ډېری یې د ځورونې، ربړونې او نیونې سره مخامخ شوي دي.
هغې دا هم ویلي و، چې د طالبانو له واکمنۍ سره د رسنیو فعالیت پېکه شوی او خبریالانو ځان سانسورۍ ته مخه کړې.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت «د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو» د نړۍوالې ورځې په مناسبت څو ورځې وړاندې ویلي و، چې افغان خبریالان له ګواښونو او تاوتریخوالو سره مخ دي.
دغه سفارت د دغو تاوتریخوالو په وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب او ساتنې غوښتنه هم کړې وه.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې پر رسنیو بندیزونه او محدودیتونه زیات کړي او د خبرپالانو او د رسنیو پروړاندې د امربالمعروف وزارت چارواکي نامناسب او ان له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.
په ورته وخت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت هڅه کوي، چې په ټول افغانستان کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو خپل بندیز عملي کړي.
سره له دې چې د رسنیو ملاتړو ادارو په وار - وار له طالبانو غوښتي، څو د بیان د ازادۍ او د رسنیو د فعالیتونو پروړاندې خپل بندیزونه لرې کړي، خو دغه ډله ټينګار کوي چې خپلې ټولې چارې د شریعت پر اساس مخ ته وړي.