طالبانو ننګرهار کې یوه ښځه له کوره د تېښتې په تور په عام محضر کې په دورو وهلې ده

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۴

د طالبانو ستره محکمه وایي، د ننګرهار ولایت په ښېوه ولسوالۍ کې یې یوه ښځه په عام محضر کې په ورو وهلې ده.

طالبانو د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپانه کې لیکلي، چې یادې ښځې ته له کوره د تېښتې په تور سزا ورکړل شوې.

د طالبانو سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې یاده ښځه یې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ لومړۍ محکمې د پرېکړې له مخې په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلې ده.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې د یادې ښځې د عمر او هویت په اړه یادونه نه ده شوې، خو لیکلي یې دي، چې په عام محضر کې دغې ښځې ته د تعزیرې سزا ورکولو حکم د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته پلی کړی.

د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو او یو شمیر هېوادونو له سختو نیوکو سره هم طالبان نږدې هره ورځ یو یا دوه کسانو ته په عام مضر کې بندنې سزاګانې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) د تیرې پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۰ مه خبر ورکړ، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ۱۶ ښځو په ګډون ۱۱۱ تنه په فزیکي توګه مجازات شوي دي.

نور خبرونه

رادیو