د پاکستان د توغندیو د جوړولو پروګرامونو اړوند شرکتونو پر وړاندې د امریکا د تازه بندیزونو سربیره، پاکستاني سمندري ځواکونو ویلي، چې یو نوی بالسټیک توغندی یې ازمویلی دی.
د پاکستان د سمندري ځواکونو په خبره، دغه توغندۍ په ۳۵۰ کیلومتره واټن کې خپله موخه په نښه کولای شي.
د پاکستان سمندریزو ځواکونو د دوشنبې په ورځ د یوې بیانیې په ترڅ کې اعلان وکړ: «دغه توغندی کولی شي د نوي سیستم په استفادې سره خپل سرعت او جهت په هوا کې بدلولی شي.»
پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی، چې دا ازموینه د سمندیریزو ځواکونو د قومندان او افسرانو په حضور کې شوې ده.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان د سمندریزو ځواکونو واحدونو او دغه راز علمي ټیم ته د دې پروژې مبارکي ورکړه.
دا ازموینه په په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا د خزانه دارۍ وزارت د لړم په میاشت کې د پاکستان، چین، مصر او د متحده اماراتو پر هغه ۲۴ شرکتونو په خپل تور نوملړ کې راوستل، چې د پاکستان او ایران د توغندیزونو پروګرامونو ملاتړي و.
د امریکا د خزانه دارۍ مرستیال روزمن کنډلر وویل، چې متحده ایالات د هغو ادارو د فعالیتونو مخنیوي ته دوام ورکوي، چې هڅه کوي د صادراتو د کنټرول قوانین له پامه وغورځوي او د امریکا ملي امنیت وګواښي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د د دې هېواد د بالسټيک توغندیو د پروګرامونو اړوند پر ادارو د امریکا په بندیزونو اندېښنه څرګنده کړه.
د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وویل: «تر دې وړاندې هم ورته نوملړونه د اسنادو له وړاندې کولو پرته رامنځته شوي دي.»
اخوا د سویلي اسیا د استراتیژیک موسسې د پوهنتون مشر دوکتور ماریا سلطان وویل، چې د پاکستان د بالسټيک توغندیو پروګرام بومي دی او د امریکا فناوري پورې تړاو نه لري، نو ځکه دغه بندیزونه پرې اغېز نه لري.