د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې د راولپنډۍ په چکري سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د درېیو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري راپور ورکړی، چې دغه عملیات تر هغه وروسته ترسره شول، چې د یادو وسله والو په اړه امنیتي ادارو ته له مخکې راپور ورکړل شوی و.
دغې رسنۍ د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې د ویاند له قوله ویلي، چې له یادو وسله والو څخه یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ له نښتو وروسته درې تنه وسله وال وژل شوي او دوه نور یې تښتېدلي دي.
که څه هم په راپورونو کې د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویل کېږي چې د دوی د پېژندلو په اړه څېړنې پیل شوي دي.
په وروستیو وختونو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې امنیتي وضعیت د پام وړ خراب شوی دی او امنیتي خواکونو د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه پراخ عملیات پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په پاکستان کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز یو ځل بیا وویل: «د ترهګرو شبکو او د ملي امنیت ګواښونکو عناصرو جرړې به اوباسي.»
نوموړی وایي، چې د پاکستان پوځ له قانون پلي کوونکو ادارو سره په همغږۍ او قوي عملیاتو سره د سولې د دوښمنانو له منځه وړلو پسې دی چې په دې هېواد کې تلپاتې امنیت او ټیکاو ډاډمن کړي.
د یادولو ده، چې پاکستان په وار - وار پر افغان طالبانو او هند تور لګولی، چې د دوی د مخالفو وسله والو ملاتړ کوي، خو دواړه لوري دا تورونه ردوي.