په پاکستان کې د پولیو دوه تازه پېښې ثبتې شوې

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۲

په پاکستان کې د پوليو د دوو تازه پېښو په ثبتېدو، په دغه هېواد کې په روان کال کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۵ ته ورسېد.

د پاکستان د ملي بېړنیو عملیاتو مرکز د بیان له مخې، دغه دوه پېښې په لکي مروت او ډېره اسماعیل خان کې ثبتې شوې دي.
د ملي بېړنیو عملیاتو مرکز د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو د ټولو مثبتو پېښو له ډلې ۲۲ یې په بلوچستان، ۱۲ یې په سند، ۹ په خېبرپښتونخوا او په پنجاب او اسلام اباد کې بیا یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.
له بل پلوه تېره اونۍ پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې په خیبر پښتونخوا کې د دوشنبې په ورځ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی او د واکسیناتورانو د امنیت لپاره ۵۰ زره امنیتي کسان ګومارل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پولیو ضد واکسین په دغې دوره کې به له پنځو کلونو کم عمره ۷.۲ مېلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکو ترڅنګ د بدن د مقاومت د لوړوالي په موخه د ویټامین اې اضافي خواړه هم ورکړل شي.

نور خبرونه

رادیو