د هسپانیا په سویل لویدیځ کې د راوتلو سیلابونو له امله د مړو شمېر ۲۰۵ تنو ته رسیدلی، لسګونه کسان لادرکه دي او اوه کسان ژوندي موندل شوي دي.
د هسپاینا د هوا پیژندنې ادارې د دې هېواد په سویل لویډیځ کې د سختو بارانونو د وریدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
مرستندویه کارکونکي هڅه کوي، چې لرې پرتو سیمو ته لاسرسي پیدا کړي او له ژوندیو پاتې شویو خلکو سره مرسته وکړي.
د لټون او ژغورنې عملیاتو د پیاوړتیا لپاره، تر اوسه ۵۰۰ سرتېري سیمې ته لیږل شوي ترڅو د ورکو کسانو لټون وکړي او ژوندیو پاتې شویو کسانو سره مرسته وکړي.
د والنسیا په سیمه کې د سیلابونو له امله تر اوسه له ۳۶۰ زرو څخه زیات خلک بې کوره شوي، ۳۰۰ زره کسان د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري او د ۷۵ زره کورونو برېښنا پرې شوې ده.
د هسپانیا حکومت له دغه مرګوني سیلاب وروسته په دغه هېواد کې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.
د سېلابونو خبرداریو ته د ځايي حکومت سُست غبرګون او دغه کړکېچ ته د چمتووالي پر نشتوالي سختې نيوکې شوي او اعتراضونه تر دې کچې رسېدلي چې ټولنيزو ډلو او اتحاديو د والنسیا د ځايي حکومت د مشر کارلوس مازون د استعفا غوښتنه کړې ده.
د جمعې په ورځ (د لړم ۱۱مه) په ټولې هسپانیا کې د ورښتونو په اړه خبرداری ورکړل شوی او د اندلسیا په سیمه کې د سخت او دوامداره اورښتونو وړاندوینه شوې ده.
دا پیښه د هسپانیا په معاصر تاریخ کې د سیلابونو له امله رامینځته شوې ترټولو لوی طبیعي ناورین په توګه ثبت شوې او په ۱۹۶۷ کې په پرتګال کې له سیلابونو وروسته چې نږدې ۵۰۰ کسان یې وژلي وو په اروپا کې د ترټولو سخته طبیعي پیښه بلل کیږي.