ځايي سرچینې: طالبانو په لغمان کې درې پخواني نظامیان نیولي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۱

په لغمان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، په تېرو څو ورځو کې طالبانو د تېر حکومت درې نظامیان نیولي دي.

په دې کسانو کې د لغمان دولت شاه لسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پخوانی ټیم لیډر محمد اقبال هېواد هم شامل دی.

په لغمان کې ځایي سرچینو نن وویل، د سیمه ییزو پولیسو بل پخوانی سرتیری ماخان هم دوه ورځې وړاندې طالبانو نیولی دی.

نوموړی د دولت شاه ولسوالۍ د شادمیر کلي اوسېدونکی دی.

سرچینې زیاتوي دریم کس د ملي اردو پخوانی سرتیری حکمت الله د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو دا کسان له مخالفو ډلو سره د اړیکو او د پخواني حکومت د وسلو د لرلو په تور نیولي دي.

د ځینو نیول شوو کسانو د کورنۍ غړي وايي، طالبان ورته نه د مدافع وکېلانو د نیولو حق ورکوي او نه هم د نیول کېدو د علت به اړه ورته معلومات نه ورکول کېږي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پخوانيو نظامیانو نیولو دوام په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د روان کال «د وري ۲مه» سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل ، چې د ننګرهار زندان کې ۲۳۱ د پخواني جمهوري نظام سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زندانیان دي؛ خو تر اوسه د طالبانو محکمې ته نه دي وړاندې شوي.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

نور خبرونه

رادیو