اروپايي ټولنې د ماشومانو نړېوالې ورځې په مناسبت له افغان ماشومانو سره خپلې ژمنې تازه کړې

۲ ساعتونه مخکې

اروپايي ټولنې د ماشومانو نړېوالې ورځې په مناسبت له افغان ماشومانو د ملاتړ په پار خپلې ژمنې له سره تازه کړې او د پوهنې، روغتیا او ساتنې په برخو کې یې له دوی سره په مرستې او همکارۍ ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر نن چهارشنبه د (لړم ۳۰مه) په خپلې ایکس پاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ماشومانو د نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې ماشومان د افغانستان راتلونکی جوړوي، او د افغان ماشومانو پر پالنې او ساتنې یې ټینګار کړی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د «ماشومانو او د هغوی د میندو تر څنګ ولاړه ده.»
د ماشومانو نړیواله ورځ هر کال د نومبر په شلمه نمانځل کیږي، او په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د هوساینې او د هغوی له حقونو د ملاتړ په پار خپلې ژمنې تازه کوي، د نړۍ هیوادونه او اړوند مدافع سازمانونه په دې برخه کې مرستې او همکارۍ ته رابولي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د سپټمبر په میاشت کې یې په افغانستان کې له یو میلیون ډیر ماشومان د خوارځواکۍ له امله معاینه کړي او ټینګار یې کړی چې دغه ازمېښتونه د خوارځواکۍ تر ګواښ لاندې د ماشومانو د پیژندلو لپاره لومړی ګام دی.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني په مخ پر زیاتیدونکي ناورین بدله شوې او ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي په خوارځواکۍ اخته دي.
نړیوال سازمانونه وايي، چې په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې د پراخېدو له امله د هغو ماشومانو شمېر ډېرېږي، چې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو