د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې د جمعې په ورځ (د لړم په ۱۱مه) یې د درې نیم مېلیون ډالرو په ارزښت ۶۷ کیلو ګرامه نشهيي توکي نیولي دي.
د دغې کمېټې د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه توکي د پاکستان، افغانستان او ازبکستان له لارو قرغزستان ته لېږدول شوي وو.
د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې یوه ویډیو خپره کړې، چې یو قاچاق کوونکی یې په دې تور نیولی دی؛ خو د دغه بهرني وګړي د هویت په اړه یې مالومات نه دی ورکړي.
په راپورونو کې راغلي، چې دغه نشهیي توکي متامفتامین و او قاچاق کوونکو هڅه کوله دغه توکي د قرغزستان له لارې چین ته چې له قرغزستان سره ګډه پوله لري ولېږدوي.
د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې نیول شوی بهرنی کس د دوی په بند کې دی او امنیتي ځواکونو له هغه څخه د ده د نورو ملګرو په اړه پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.