پاکستانۍ سناتورې د افغانستان لپاره د اسلام اباد او مسکو د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۱

پاکستانۍ سناتورې سحر کامران د افغانستان د ټیکاو لپاره د اسلام اباد او مسکو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا غوښتنه وکړه.

اغلې کامران وایي، د پاکستان او روسیې ترمنځ همکاري د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اډانه کې کېدای شي په افغانستان کې د ټیکاو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه ګټوره تمامه شي.
د ملکرو ملتونو سرمشریزې د روان کال په غبرګولي میاشت کې پاکستان، ډنمارک، یونان، پانامه او سومالیا د دغه شورا د لنډ مهاله غړو په توګه غوره کړل.
دغه پنځه هېوادونه د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ میاشتې تر ۲۰۲۶کال ډسمبر میاشتې پورې به د دغه سازمان د امنیت شورا غړي وي.
سحر کامران وایي، د روسیې او پاکستان ترمنځ اوس‌مهال د نږدې تعامل او د همکاریو د پراخوالي امکان شته.
روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی هېواد دی.
سحر کامران د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته ویلي:« زما په اند په ملګرو ملتونو او په ځانګړې توګه په امنیت شورا کې د روسیې او پاکستان ترمنځ نږدې تعامل به خورا مهم وي او باید د افغانستان پر ثبات، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او له افراطیت سره پر مبارزې متمرکز شي.»
اوس‌مهال روسیه او پاکستان د افغانستان لپاره د مسکو فرمټ او د شانګهای همکاریو سازمان په برخه کې یو بل سره همکاري او سلامشورې لري.

نور خبرونه

رادیو