د هسپانیې په ختیځ کې د پنجشنبې په ورځ د سیلابونو له امله د مړو شمېره ۱۵۸ ته ورسیده. د ژغورنې ډلې لاهم د ورکو کسانو په لټه کې دي.
دا په تېرو پنځو لسیزو کې په اروپا کې تر ټولو خطرناک سیلابونه بلل شوي دي.
په ۲۰۲۱کال کې په جرمني کې د سختو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۸۵ کسان مړه شول. تر دې مخکې په ۱۹۷۰ کال په رومانیا کې د سیلابونو له امله ۲۰۹ کسانو خپل ژووند له لاسه ورکړی وو، چې تر ټولو لوړه شمېره وه او یا هم په ۱۹۶۷ کې په پرتګال کې سېلابونو نږدې ۵۰۰ کسان مړه کړل.
رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د سې شنبې په ورځ د والنسیا سیمې په ځینو برخو کې په اتو ساعتونو کې د یوه کال په اندازه باران وشو، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵۵ کسان یوازې په والنسیا کې او درې نور په دوو نورو سیمو کې مړه شول.
والنسیا ښاروالې ماریا جوس کاتالا خبریالانو ته وویل، چې د ژغورونکو ډلو د پنجشنبې په ورځ د یو محلي پولیس په ګډون د اتو کسانو جسدونه وموندل چې د دغه ښار په څنډه کې په یو ګراج کې بند پاتې وو.
والنسیا ته نږدې د پایپورتا ښار ښاروالې، ماربیل البالات وویل، چې دوی د سیلاب د احتمالي خطر خبرداری نه دی ترلاسه کړی. هغې وویل، چې د هغې په ښار کې ۶۲ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، سېلابونو سړکونو او د اورګاډو پټلیو ته پراخ زیانونه اړولي دي. د والنسیا اوسیدونکو وضعیت "خواشینیونکی" بلل شوی. د ژغورنې ډلې د لادرکه کسانو لټون ته په داسې حال کې دوام ورکوي چې په په دغه ښار کې د ژغورنې لپاره لسګونه سرتیري پر دندو ګمارل شوي دي.
د هسپانیې لومړي وزیر پدرو سانچز د دغه هېواد له وګړو څخه غوښتي دي چې د بیړني حالت د دوام له امله په خپلو کورونو کې پاتې شي.