د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دغه هېواد له پوځ څخه وغوښتل چې د رښتینې جګړې لپاره خپل ظرفیتونه پیاوړي کړي.
ښاغلي اون، امریکا او متحدان یې د کړکېچ د زیاتېدو پړه بللي او د جګړې لپاره یې د چمتووالي غوښتنه کړې ده.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس KCNA د دوشنبې په ورځ (لړم ۲۸مه) راپور ورکړ چې کیم جونګ اون دغه څرګندونې د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره په کتنه کې وکړې.
جګړې ته د چمتووالي لپاره د هغه امر روسیې ته د شمالي کوریا د زرګونو سرتیرو له استولو او د پیونګ یانګ او مسکو ترمنځ د هراړخیز همکارۍ تړون له تصویب وروسته راځي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس شاوخوا یوه اوونۍ مخکې خبر ورکړی و چې دغه هېواد له روسیې سره د هر اړخیزې همکارۍ تړون چې د جون په میاشت کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا لاسلیک شوی و، تصویب کړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د لړم ۲۰مې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.
د دغه تړون له مخې که پر یوه هېواد روسیه یا شمالي کوریا برید وشي، دوی به د یو بل ملاتړ کوي.
کیم جونګ اون د خپل هېواد پوځي چارواکو ته ویلي چې د جنوبي کوریا په ګډون د امریکا او متحدانو ګواښونه «د تاریخ تر ټولو بد پړاو» ته رسېدلي دي.
د شمالي کوریا رسنیو هم درې ورځې وړاندې راپور ورکړی و چې کیم جونګ اون د بې پیلوټه الوتکې د ازموینې څخه لیدنه وکړه او امر یې وکړ چې پیونګ یانګ باید د ځانمرګو ډرون «ډلهییز تولید» ته لومړیتوب ورکړي.
دا له چاودیدونکو توکو ډک ډرون، چې پیونګ یانګ په لومړي ځل د اګست په میاشت کې پرانستلې، د دې لپاره ډیزاین شوې چې په قصدي توګه د دښمن هدفونه په نښه کړي او د لارښود توغندیو په څیر عمل وکړي.