د جرمني لومړی وزیر وايي، د اوکراین د جګړې په اړه د پوتین په نظر کې بدلون نه دی راغلی

۳ ورځې مخکې

د جرمني لومړي وزیر د روسیې له ولسمشر سره د ټیلیفوني خبرو په اړه وویل چې د اوکراین د جګړې په اړه د ولادیمیر پوتین په نظر کې بدلون نه دی راغلی.

اولاف شولتز پوتین ته وویل چې له اوکراین سره د جرمني، اروپا او نورو هیوادونو د ملاتړ د کمیدو هیله دې نه کوي.

شولتز په جرمني کې له راتلوونکو ټاکنو مخکې د جمعې په ورځ له پوتین سره یو ساعت اوږده خبرې اترې وکړې، چې دا په نږدې دوو کلونو کې لومړی ځل د دوی مخامخ اړیکه او خبرې وې.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ګډون منتقدانو وویل چې تیلیفوني اړیکه د کییف په ملاتړ کې د لویدیځ پیوستون سرغړونه وه او دغه خبرې د جرمني د کورنیو مسلو په اړه وې.

دغه تیلیفوني اړیکه له کریملین سره د ځینو لویدیځو مشرانو له‌خوا د اړیکو له ډیریدو وروسته څرګندیږي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په روسیه کې د بریکس په غونډه کې ګډون کړی و.

تمه ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ډسمبر په میاشت کې د اروپايي ټولنې په غړي هیواد مالټا کې په امنیتي غونډه کې ګډون وکړي.

نور خبرونه

رادیو