رویټرز: له واک څخه د شېخ حسینې د لرې کولو پرمهال په لاریونونو کې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي

۴ ورځې مخکې

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې له واک څخه د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې د لرې کولو پرمهال په لاریونونو کې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، تر دې وړاندې د بنګله دېش د حکومت له خوا د سخت چلند له امله د وژل شویو کسانو شمېر زر تنه ښودل شوی و.

د بنګله دېش د حکومت سرپرست محمد یونس بیا د لنډمهاله حکومت د ۱۰۰ ورځو د نمانځلو پر مهال د بنګله دېش خلکو ته په وینا کې وویل، چې د دغو تاوتریخوالو مسوولین به محاکمه شي.
د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزیرې د روان کال د زمري په ۱۵مه له خپلې دندې استعفا وکړه او له دې هېواده وتښتېده.
د نوموړې له تېښټې وروسته نړۍوالو رسنیو راپورونه ورکړل، چې شېخ حسینه د بنګله دېش له پلازمېنې ډاکا څخه تر تښتېدو وروسته د هند شمال ختیځ اګرتالا ښار ته تللې ده.
مېرمن حسینه تر هغه وروسته د هېواد پرېښودو ته اړ شوه، چې شاوخوا یوه میاشت په بنګله دېش کې پراخ اعتراضونه او تاوتریخوالي روان وو، چې په ترڅ کې یې سلګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.
لاریون کوونکو زده‌کړیالانو په دولتي دندو کې د ونډو د لغوه کولو غوښتنه کوله.
د شېخ حسینې حکومت سره له دې چې دا ومنله، چې له پاکستان سره د جګړې د قربانیانو ۳۰ سلنه ونډه د محکمې په حکم پنځه سلنې ته راټیټه کړي؛ خو له دې کار سره هم زده‌کړیالان سلا نه شول.
یو شمېر راپورونه ښيي، چې د شېخ حسینې د واکمنۍ پرمهال ۳۵۰۰ کسان تري تم شوي هم دي او د بنګله دېش اوسني سرپرست مشر بیا ویلي، چې د دې کسانو په اړه څېړنې روانې دي.
د نوموړي له قوله ویل شوي، چې د تري تم شویو کسانو په اړه د څېړنو ترسره کوونکي کمېسیون د ۱۶۰۰ قضیو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.
محمد یونس دغه راز ټينګار کړی، چې د هند له حکومته به وغواړي ترڅو حسینه د بنګله دېش حکومت ته وسپاري.

نور خبرونه

رادیو