طالبانو په غزني ولایت کې دوه کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې یې دوه کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
دغې محکمې د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو کسانو ته د «بد اخلاقۍ او غلا» په تور سزا وکړل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې یادو دوو کسانو ته یې تېره ورځ د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس د بد اخلاقۍ په جرم د اته میاشتي بند تر څنګ د خلکو په وړاندې ۳۹ دُري هم وهلی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه لیکل شوي، چې یو بل کس چې په غلا تورن و، د دوه کاله بند تر څنګ یې د خلکو په وړاندې ۳۹ دُرو وهلی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر یادو کسانو په عام محضر کې د سزا ورکولو حکم د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته پلي کړی دی.
دا په تېرو پنځو ورځو کې د طالبانو د سترې محکمې له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو د ورکولو کسانو شمېر نهو کسانو ته ورسید.
که څه هم د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه او ګڼ هېوادونه د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو ورکولو ته سخت غبرګونونه ښودلي؛ خو طالبان په نږدو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې پر خلکو د بدني سزاګانو په پلې کولو سره وايي، چې دوی پر خلګو شریعت پلی کوي.

نور خبرونه

رادیو