د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سید عباس عراقچي او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعطي د چهارشنبې په شپه ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د ترینګلیو حالاتو په اړه خبرې کړې او تر څنګ یې په لبنان او غزه کې د اوربند ټینګولو لپاره د نړۍوالې ټولنې د بیړنیو هلو ځلو پر اړتیا ټینګار کړی.
په دې خبرو کې دواړو لوریو د سیمه ییزو پرمختګونو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال په منځني ختیځ کې د دوو مهمو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې چې ایران پر اسراییل یو ځل بیا د غچ اخیستنې د برید تابیا نیسي.
د ایران او مصر دواړو وزیرانو په دې برخه کې د اسلامي هیوادونو رول ځانګړی بللی او ويلي یې دي چې اسلامي هیوادونه دې په سیمه کې د سولې د ټينګښت په برخه کې ګامونه واخلي.
د دې تر څنګ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د چهارشنبې په شپه په ټلیفوني خبرو کې په سیمه کې د وروستیو حالاتو او د غزې او لبنان د اوربند او په دې اړه د ډيپلوماتیکو هڅو په تر سره کولو ټینګار کړی.
اسراییلي ځواکونو یو ځل بیا پر غزې او د لبنان په یو شمېر سیمو هوايي بریدونو ته زور ورکړی او سلګونه ولسي وکړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په لبنان او فلسطین کې جګړه ځپلو سره پر بشري مرستو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د اوربند په ټینګېدلو سره دې د جګړه ځپلو لومړنۍ غوښتنې په پام کې ونیول شي.