پنټاګون: له روسیې سره د جګړې په حالت کې نه یو

۲ ورځې مخکې

د پنټاګون مرستیالې ویاندې سبرینا سېنګ ویلي، چې امریکا له روسیې سره د جګړې په حالت کې نه ده.
نوموړې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل:« باید په واضح توګه ووایم، چې متحده ایالات له روسیې سره د جګړې په حال کې نه دي.»

هغې ادعا کړې، دا روسیه وه چې د اوکراین په جګړه کې یې د شمالي کوریا د سرتېرو څخه د ګټې اخېستنې پرېکړه وکړه او په دې توګه یې جګړه سخته کړه.
هغې زیاته کړه: «موږ هم هڅه کوو، هغه څه ته چې اوکراین د جګړې په ډګر کې اړتیا لري برابر کړو.»
هغې ټینګار کړی، امریکا هیڅ داسې نښې نه دي ترلاسه کړې چې له مخې یې روسیه دې په اوکراین کې د اټومي وسلو د کارولو هوډ ولري.
نوموړې دغه څرګندونې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له‌خوا د هغه فرمان د لاس لیکولو په اړه کړې، چې له مخې یې مسکو ته په پراخه کچه د اټومي وسلو د کارولو اجازه ورکوي.
پوتین د سې شنبې په ورځ (د لړم پر ۲۹ مه) د دغه فرمان د لاسلیکولو له لارې روسیې ته اجازه ورکړه، چې د اټومي ځواک لرونکو هېوادونو له ملاتړه برخمن یوه غیر اتومي هېواد پر وړاندې اتومي وسله کارولی شي.
دغه فرمان د متحده ایالاتو او فرانسې د ولسمشرانو له اعلان وروسته لاسلیک شوی، چې اوکراین ته یې د خپلو لرې واټن وېشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ور کړې ده.

نور خبرونه

رادیو