په غزه کې د روانو جګړو له امله شاوخوا ۱۲ زره زدهکوونکي وژل شوي او په سلګونه ښوونیزې ادارې هم ویجاړې شوې دي.
په غزه کې حکومتي ادارې وایي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نیټې راهیسې شاوخوا ۱۲۰۰۰ فلسطیني زدهکوونکي د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.
الجزیرې په خپل راپور کې ویلي، چې د غزې د پوهنې وزارت په وینا، په دغې یوه کلنه جګړه کې تر دې دمه له ۱۸ زرو ډېر زدهکوونکي ټپیان شوي هم دي.
د راپور له مخې، په غزه او لوېدیځه غاړه کې د جګړې له پیل راهیسې، د اسراییل په بریدونو کې ۵۶۰ ښوونکي او نور ښوونیز کارکوونکي هم وژل شوي او تر ۳۷۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د غزې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلي پوځ له لوري د ښوونیزو ادارو (پوهنتونونو او ښوونځیو) ۳۶۲ ودانۍ په بمباریو کې ویجاړې شوې؛ په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په مرسته ۶۵ جوړ شوي ښوونځي هم د اسراییل په بریدونو کې ویجاړ شوي دي.
د راپور له مخې، په غزه کې ۷۱۸ زره زدهکوونکي له زدهکړو بې برخې شوي دي؛ په داسې حال کې چې ډېری زدهکوونکي له رواني فشار سره هم مخامخ شوي دي.