سي اېن اېن: ایران ښایي د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې پر اسراییل برید وکړي

AP ۱۴۰۳ لړم ۹

یوې لوړيوړې سرچینې د چهارشنبې په ورځ سي اېن اېن ته ویلي، چې ایران به د اسراییل وروستیو بریدونو ته «پرېکنده او دردوونکی» ځواب ورکړي.
دغې سرچینې زیاته کړې، چې ایران ښایي د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې پر اسراییل برید وکړي.

سي اېن اېن همداراز لیکلي، چې دغه څرګندونې د ایران د سیاستونو بدلون ښيي او تهران هڅه کوي، چې د اسراییل وروستي بریدونه کمر ارزښته وښيي.
اسراییل تېره شنبه په لومړي ځل پر ایران برید وکړ، چې مسوولیت یې هم په ښکاره توګه پر غاړه اخیستی دی.
که څه هم سرچینې د برید کره نېټه نه ده ښودلې، خو ویلي یې دي چې ښایي دغه برید د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران مذهبي مشر علی خامنه یي بیا د تېرې اونۍ په پای کې د اسراییل د بریدونو په اړه په خپل لومړي غبرګون کې د دغو بریدونو د ځواب ورکولو مسوولیت د اسلامي جمهوریت چارواکو ته پرېښی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې تهران د اسراییل د بریدونو ځواب خپل حق بولي.
خو د اسراییل لوی درستیز هرتزي هالوي خبرداری ورکړ، چې که ایران یو ځل بیا په دې هېواد توغندیز بریدونه وکړي، د اسراییل پوځ به دا ځل ایران ته داسې ځواب ورکړي، چې مخکې یې هغه وړتیاوې نه وې کارولې.
هالوي د سې شنبه په ورځ د اسراییل په سویل کې په یوې هوایي پوځي اډه کې اسراییلي ځواکونو ته وویل: «که ایران تېروتنه وکړي او بیا ځلې په اسراییل توغندي وتوغوي، مونږ بیا پوهېږو چې څنګه ایران ته ورسېږو، ان هغه وړتیاوې به وکاروو چې دا ځل مو ترې کار نه و اخیستی او د ایران هغه ځایونه به په نښه کړو چې تر دې وړاندې مو ډډه کړې وه.»
نوموړي زیاته کړه: «مونږ د یوه ساده دلیل له مخې صرف نظر وکړ، خو که مجبور شوو نو بیا ځلې به ور وګرځو.»
هالوي په خبرو کې دا هم ویلي: «مونږ پېښې خلاصې کړي نه دي، بلکې اوسمهال په نیمایي لار کې یو.»
له دې سره، د سپینې ماڼۍ ویاند کارن ژان پیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې ایران باید د اسراییل بریدونو ته ځواب ورنکړي، خو که بېرته ځواب ورکړي نو په دې صورت کې امریکا د اسراییل ملاتړ کوي.
نوموړي په یوې خبري ناسته کې ویلي «ایران باید ددې بریدونو ځواب ور نه کړي. دوی باید دا کار و نه کړي خو که دغه اقدام یې وکړ نو په دې صورت کې مونږ له اسراییل څخه ملاتړ کوو .»

نور خبرونه

رادیو