د ټرامي سخت توپان په فلیپین کې د سختو سېلابونو راوتلو او ځمکې ښویېدنې لامل شوی دی.
اوچا د ملي خطرونو د کمولو او مدیریت شورا له قوله لیکلي، چې د دغه هېواد په ۱۸ بېلابېلو سیمو کې د ۶.۷ مېلیونو څخه ډېر کسان اغېزمن کړي دي.
اوچا په فلیپین کې د ټرامي توپان د زیانونو په اړه په خپل وروستي راپور کې لیکلي، چې شاوخوا ۹۸۰ زره کسان چې د دغه توپان له امله بېځایه شوي، د دې ډلې څخه ۵۶۱ زره کسان د بېځایه شویو په ۶۲۶۸ پنډغالو کې ځای پر ځای شوي دي.
د راپور له مخې، ۴۸۱ زره کسان بیا په موقت ډول په یو بل امن ځای کې اوسېږي.
د اوچا په راپور کې ویل شوي، چې د فلیپین په تالیسي او باتنګاس سیمو کې له سلو څخه ډېر کورونه او موټرونه د ځمکې ښویېدو او سېلابونو راوتلو له امله تر خاورو لاندې شوي دي.
اوچا وايي، د فلیپین د ۱۶۰ ښارونو د ښاروالیو له لوري د “ناورین حالت” اعلان شوی.
د راپورنو له مخې، د تلفاتو شمیر لوړ شوی او په یاد توپان کې ۹۷ کسان مړه، ۶۹ ټپیان او ۳۰ تنه نور لادرکه شوي دي.
اوچا وایي، چې په سیمه کې د سیمهییزو مسولینو ترڅنګ نړۍوالې مرستندویه ډلې هم د ژغورنې په عملیاتو بوختې دي.
اوچا د اکټوبر په ۲۷مه فلیپین ته د کانګ رې په نوم د یوه بل توپان د ننوتو خبرداری هم ورکړی دی.