د پښتونخوا په بنو کې الوتکو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

AP ۱۴۰۳ لړم ۹

د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د غوړه بکاخېل په سردي خېلو سیمه کې د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ جګړه کې د الوتکو د بمبار له امله ملکي خلکو ته مرګ ژوبه اوښتې ده.
په نښته کې د پاکستان د پوځ د یوه تورن په ګډون د دریو سرتېرو د وژل کېدو پخلی شوی.

د دواړو خواوو ترمنځ دغه نښته له تېرې شپې ناوخته راهیسې روانه ده، چې چورلکې، سپکې او درندې وسلې پکې کارول کیږي.
د سیمې خلک وايي، پاکستاني چورلکو د دوی د استوګنې په سیمه کې پر جنګیالیو بمباري کړې، چې له امله یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ او حکومت د ملکي مرګ ژوبلې ادعاوې نه دي تایید کړې، خو د پوځ اړوند سرچینو په دې نښته کې د عاطف په نامه د یوه تورن او دوو نورو سرتېرو وژل کېدل تایید کړي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «سهار ته نږدې وخت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په غوړه بکاخېل سردي خېلو کې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې محاصره کول غوښتل، خو په دې ترڅ کې یو پوځي افسر تورن عاطف او د هغه سرتیري د طالبانو تر محاصرې لاندې راغلل او پر موټرو یې بریدونه وشول، چې وروسته چورلکو د محاصرې ماتولو لپاره هوايي بریدونه پیل کړل».
سرچینه وايي، په پېښه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځینو کورونو ته مالي زیان هم اوښتی، خو د ملکي مرګ ژوبلې کره شمېر لا څرګند نه دی.
په نښتو کې تر دې دمه د دوو طالبانو د وژل کېدو پخلی هم شوی.
د شمالي وزیرستان اوسیدونکي او د ملي ولسواک ګوند مشر محسن داوړ وايي، چې په غوړه بکاخېل کې خلک د پوځ او جنګیالیو ترمنځ په جګړه کې ایسار دي او له سیمې د وتلو لارې بندې دي.
داوړ وايي، چې « د خلکو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې شته دي».


د سیمې خلک وايي، چې د پوځي افسر او سرتېرو له وژل کېدو وروسته له چورلکو پر کورونو سپکې او درندې وسلې کاریږي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، چې د جګړې له امله سیمې ته د امبولانسونو خدمات نه دي رسېدلي او خلکو په زرنجو کې روغتونونو ته خپل ټپیان لیږدولي دي.


د بنو بکاخېل سیمه چې یو وخت د پاکستان تر ملاتړ لاندې طالبانو ارام ځای و او د وزیرستان ګڼ بېځایه شوي هم دلته اوسیږي، په دې وروستیو کې د پاکستان د طالبانو تحریک او حافظ ګل بهادر ډلې پکې نفوذ کړی.
دغه ولسوالي چې د امن پاڅونونو او پښتون ژغورنې د ملاتړ مهمه سیمه ګڼل کیږي، په وروستیو میاشتو کې د ناکراریو او امنیتي پېښو شاهده ده.

نور خبرونه

رادیو