طالبان: د پاکستان له زندانونو ۹ تنه افغان بندیان خوشې شول

AP ۱۴۰۳ لړم ۹

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۹ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه نهه تنه خوشې شوي افغانان (د لړم په ۸مه) بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې د طالبانو د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې لیکل شوي، چې دغه خوشې شوي بندیان د اسنادو نه لرلو له امله بندیان شوي وو چې له شپږو میاشتو نیولي تر یو کاله پورې بندیان وو.

خو په دغې خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې دغه کسان د پاکستان په کومو زندانونو کې بندیان وو.
د دغې خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې دغه کسان له راستنېدو وروسته د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو