اسیا ټایمز: په افغانستان کې د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې په پیاوړې کېدو دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۹

اسیا ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د افغانستان له اوسني وضعیت داسې بریښي چې طالبان د دغه هیواد دوه سلنه واک له لاسه ور کوي.
د دې ورځپاڼې په وینا طالبان دا مهال د دوی له څو مخالفو جبهو او داعش سره په جګړه بوخت دي.

اسیا ټایمز ورځپاڼه په دغه راپور کې زیاتوي چې د طالبانو د استخباراتو له خوا ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې داعش ډلې د طالبانو تر واک لاندې وزارتونو کې اغېز کړی او د روان کال په جولای میاشت کې یې د طالبانو د استخباراتو ۲۰ غړي له داعش سره د تړاو په تور نیولي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې طالبان د داعش وسله والې ډلې په ځپلو کې پاتې راغلي او داعش ډله ورځ تر بلې د ودې په حال کې ده.
طالبانو تر اوسه پورې د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دغې ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو په حواله ویلي چې داعش ډله له طالبانو جلا شوي غړي په خپلو لیکو کې ګوماري.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې ګومان کېږي د کابل ښار د پامیر سینما په سیمه کې د لیلامي په بازار کې وروستۍ چاودنه هم د داعش د خراسان څانګې کار وي.
ورځپاڼې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د داعش وسله والې ډلې له خوا خونړیو بریدونو ته په اشارې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د هغه ډول ثبات او امنیت په برابرولو کې پاتې راغلي چې دوی یې د واک ته له رسیدو وروسته ژمنه کړې وه.
له بلې خوا په دغه راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د طالبانو په وړاندې وسله وال مخالفت په زياتيدو دى او د طالبانو مخالف وسله وال د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې د طالبانو په غړو د بريدونو د ترسره کولو جرات لري.
سیاسي شنونکي وايي، د طالبانو له کړنو نه یوازې دا چې ولسي وګړي تر پوزې راغلي بلکې د دوی خپل غړي هم په ادارو کې د خپلوئ او پراخ فساد له امله د دوی له لیکو وځي.
د سیاسي چارو شنونکی او لیکوال نجیب ننګیال وايي: «دا یوه استخباراتي ډله ده چې د ځانګړو چارو د ترسره کولو لپاره پر افغانانو تپل شوې، پردیو استخباراتو ته کار کوي، فساد، د خپلوۍ پالل او ورته خبرې ورته عادي دي، ځکه چې دوی د انسانانو په وینو سوداګري کوي نو دا نورې ورته عادي خبرې ښکاري، تاسې به اوریدلي وي چې د دوی قوماندانانو لا له دوی لاره بیله کړې او پر دوی نیوکې کوي چې د خدای لاره یې پریښي او په نورو سر دي.»

اسيا ټايمز وايي، چې يوازې په تېرو دوو اوونيو کې د ازادۍ جبهې په اوو ولايتونو کې پر طالبانو تر ١٥ ډېر بريدونه کړي، چې تر ټولو ډېر يې په فارياب ولايت کې د طالبانو پر يوه مرکز او د کابل هوايي ډګر پر پوځي برخې د توغنديو بريد وو.

نور خبرونه

رادیو