د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان په پلازمېنه کې د اقتصاد او پانګونې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره ریاض ته په دوه ورځني سفر تللی.
شریف پرخپل ایکس لیکلي، چې د محمد بن سلمان په بلنه ریاض ته تللی او د سیاسي، اقتصادي مشرانو او د نړیوالو همکاریو په غونډه کې به ګډون وکړي.
شهباز شریف وايي، د سعودي مشرتابه سره به په لیدنو کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او شرکت خبرې وکړي.
د پاکستان اکسپریس ټربیون ورځپاڼه وايي، د ریاض ولایت مرستیال والي شهزاده محمد بن عبدالرحمن بن عبدالعزیز د پاچا خالد نړیوال هوايي ډګر په شاهي ترمینل کې د شهباز شریف هرکلی کړی.
«د راتلونکې پانګونې نوښت» غونډه د هیوادونو لپاره د یوه پلیټ فارم په توګه کار کوي څو خپل اقتصادي ځواک وښيي، بهرنۍ پانګونه جلب کړي او د یوه باثباته راتلونکي لپاره په خبرو اترو کې ښکیل شي.
د سږ کال غونډې موضوع په نړیواله پانګونه تمرکز لري، چې موخه یې د مصنوعي څارګرۍ، روبوټونو، زده کړې، انرژۍ، فضا، مالیې، روغتیا او پایښت په څېر د مهمو مسالو په نښه کول دي.
د پاکستان اکسپریس ټربیون ورځپاڼه وايي، تمه کیږي چې لومړی وزیر شهباز شریف به له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان آل سعود او نورو جګپوړو سعودي چارواکو سره هم وګوري.