ریچارډ بینیټ: د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو 'جنسي تیري' شوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۸

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې ځینو باوري سرچینو د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د «جنسي ځورونې او جنسي تیريو» شاهدي ورکړې ده.

ښاغلي بینیټ ټینګار وکړ چې د دغو تاوتریخوالو اسناد ښیي چې ښځې د «نامناسب» حجاب اغوستلو په پلمه د طالبانو بندخونو ته وړل شوې او هلته «جنسي ځورېدلې او تیري» پرې شوي.
هغه د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو وضعیت هم د «جنسیتي توپیر» یوه بېلګه وبلله او ویې ویل چې دغه اصطلاح د طالبانو بنسټیز او ایډیالوژیک ماهیت په ښه توګه څرګندوي.
ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ بشپړ راپور خپور کړ.
ښاغلي بینیټ ویلي چې دغه راپور به د روانې لړم میاشتې په ۱۱ مې نېټې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
په دې راپور کې د طالبانو له خوا د هغوی د خوښې حجاب پر ضد په لاریونونو کې د ښځو د ځپلو یادونه شوې، او په کې ویل شوي چې یو شمېر دغه لاریون کوونکې د پولیسو مرکز ته وړل شوې چې له لفظي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.
یوې قرباني شوې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته وویل: «زه د پوښتنو ګروېږنو پر مهال وهل شوې یم، زما سر یې له دیوال سره وواهه او مات شو، د دوی له ډلې یوه یې زما جامې څېرې کړې او زما د بدن ځانګړي ځایونه یې لمس کړل.»
په دغه راپور کې پر زنداني شویو ښځو د زور زیاتي او جنسي تیريو په اړه ویل شوي: «د باوري سرچینو معلومات ښیي چې په دې زندان کې پر ښځو جنسي تیري شوي او یا هم جنسي ځورول شوې دي.»
په راپور کې پر فعالو ښځو د زندان د منفي اغېزو یادونه شوې ده. او يو شمېر زنداني مېرمنو ځانګړي راپور ورکوونکي ته ويلي، سره له دې چې په زندان کې له جنسي تېري سره نه دي مخ شوې، خو د ټولنې او کورنيو له خوا په کرکه ورته کتل کیږي.
ریچارډ بینیټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې جنسیتي تاوتریخوالی د طالبانو د ځپونکو قوانینو له امله زیات شوی او نجونې او ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې شوې دي.
په راپور کې راغلي: «په داسې حال کې چې ښځې او نجونې د دغو ځپونکو قوانینو او تګلارو له امله تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې، خو تر څنګ یې ټول افغانان، پرته له دې چې جنسیت یې په نظر کې ونیول شي، له خپلو حقونو بې برخې دي او دا به د ویجاړونکي او تلپاتې زیان لامل شي.»
ښاغلي بینیټ په خپل راپور کې وویل چې د طالبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون «د ښځو او نجونو په وړاندې ځورونې د پخوا پرتله لا زیاتې کړې دي.»
ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې د ښځو تر منځ کې د ژور خپګان، وېرې، ځانته‌والي او ان د ځان وژنې پېښې ډیرې شوې او خبرداری یې ورکړی چې «د طالبانو له خوا د جنسیتي تاوتریخوالي بنسټیز کول او د ښځو او نجونو ځپل ښايي د افغانستان په راتلونکو نسلونو کې یوه خطرناکه ایډیالوژي رامنځته کړي. په ځانګړې ډول د هلکانو او نجونو ترمنځ.»
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل، «د طالبانو حکومت نه ټول‌ګډونه دی او نه هم د افغاني ټولنې استازولي کوي.»
ملګرو ملتونو او نړۍوالو بشري سازمانونو تر دې وړاندې هم د طالبان د بشري حقونو په سرغړونې تورن کړي او ویلي یې وو، چې هیڅ ډول انساني کرامت په پام کې نه نیسي، خو طالبان ادعا کوي چې تر نورو وختونو یې په ښه ډول د خلکو حقونه ورکړي دي.

نور خبرونه

رادیو