د مقاومت جبهې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د نوي راپور په غبرګون ویلي: «د ښځو په اړه د بېنېټ راپور د بشري ضد جنایتونو یادونه ده او د طالبانو ماهیت ښيي.»
دغې جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په ځانګړې توګه د ښځو په اړه د بېنېټ د راپور هر کلی وکړ.
د مقاومت جبهه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دغه وروستی راپور نه یوازې د طالبانو د ماهیت په ډاګه کول، بلکې د راتلونکي لپاره د طالبانو پر وړاندې د حساب ورکولو او محاکمې سند هم ګڼي.
یاده جبهه زیاتوي: «طالبان د خلکو په حریم او ناموس په تیري سره ثابته کړې ده، چې دوی د اسلام او زمونږ د خلکو د ملي ارزښتونو استازي نه دي.»
د مقاومت جبهې په دغه اعلامیه کې د افغانستان ښځو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی پروړاندې د طالبانو د هر ډول سپکاوي غچ به اخلي.
دوی دغه راز وایي، چې د افغانستان تېر تاریخ ته په کتو سره دا ثابته شوې ده، هر هغه رژیم چې په سیستماتیک ډول د خلکو پروړاندې سپکاوی کړی، له خونړي برخلیک سره مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې بېنېټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې ځینو باوري سرچینو د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د «جنسي ځورونې او جنسي تیريو» شاهدي ورکړې ده.
نوموړي همداراز زیاته کړې، د دغو تاوتریخوالو اسناد ښیي چې ښځې د «نامناسب» حجاب اغوستلو په پلمه د طالبانو بندخونو ته وړل شوې او هلته «جنسي ځورېدلې او تیري» پرې شوي.
د یادولو ده، چې ملګرو ملتونو او نړۍوالو بشري سازمانونو تر دې وړاندې هم طالبان د بشري حقونو په سرغړونې تورن کړي او ویلي یې و، چې دغه ډله هېڅ ډول انساني کرامت په پام کې نه نیسي، خو طالبان بیا ادعا کوي چې تر نورو وختونو یې په ښه ډول د خلکو حقونه ورکړي دي.