د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې د ډراماټیکو سرغړونو شاهد دی او نن سبا په یو داسې چاپېریال بدل شوی چې ډېری خلک یې د ښځو او نجونو لپاره د «خوبونو هدیره» بولي.
دغه غورځنګ په اېکس پاڼه کاږلي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نجونو لپاره د زدهکړو فرصتونه خورا کم شوي دي.
د دغې لیکنې له مخې، د نجونو لپاره منځني ښوونځي تړل شوي او پوهنتونونو ته له تګه هم نجونې منعه شوې دي.
دغه غورځنګ زیاته کړې ده، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې دغه ډول بندیزونه نه یوازې د انفرادي وړتیا مخه نیسي؛ بلکې د هېواد د ټولیز پرمختګ مخه هم نیولای شي.
دغه غورځنګ وایي، چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې غبرګون تر ډېره بریده کافي نه دی.
د دغه غورځنګ په وینا، افغان مېرمنې د دوی د ازادیو د محدودېدلو او د دوی د بنسټیزو حقونو د نه مراعتولو له امله په اروایي ناروغیو اخته شوې دي.
دغه غورځنګ د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې وایي، چې د بشري حقونو د سرغړونو له امله طالبان باید نړۍوالې ټولنې ته د حساب ورکولو لپاره اړ کړل شي.
دوی له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې پر طالبانو دې لا ډېر فشار راوړي؛ چې دغه ډله په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي.