د اسراييل پوځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد څلور پوځیان د سې شنبې په ورځ (د لړم ۸ مه) نېټه د غزې تړانګې په شمالي جبالیا سيمه کې له حماس سره د نښتې پرمهال وژل شوي دي.
د غزې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر ۷۷۶ تنو ته رسېدلی دی.
اسراييلي رسنیو ویلي، چې دغه څلور پوځیان په چاودنه کې وژل شوي دي.
په دې پېښه کې یو اسراییلی سرتېری سخت ټپي شوی دی.
د پېښې مسولیت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخستی او نه هم حماس تر اوسه په دې اړه څه ويلي دي.