د لبنان حزب الله د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې نعیم قاسم د دې ډلې د سرمنشي په توګه ټاکل شوی.
نعیم قاسم د حزب الله د پخواني سرمنشي حسن نصرالله مرستیال و.
حسن نصرالله د بیروت په سوېل کې د اسراییل په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
د هغه له وژل کېدو وروسته ډېر امکان و، چې هاشم صفی الدین د نصرالله ځایناستی شي، خو هغه هم د اسراییل په هوايي برید کې ووژل شو.
د حسن نصرالله له مړینې وروسته نعیم قاسم د حزب الله لومړنی چارواکی و، چې په تلویزیون کې راڅرګند شو. ده ژمنه وکړه، چې له اسراییل سره به جګړې ته دوام ورکړي.
نوموړی وويل چې دا ډله د حسن نصرالله په ګډون د خپلو څو جګپوړو قوماندانانو له وژل کېدو وروسته یوې اوږدې جګړې ته تیاری نیسي.
نعیم قاسم د نصرالله له پلویانو د صبر غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې حزب الله به د خپلو کدرونو له وژلو سره مقابله وکړي.
په لبنان کې د حزب الله د سرمنشي حسن نصرالله په مړینې سره د دغه ګوند مشري له یوې بې ساري تشې سره مخامخ شوه.
د نصرالله او هاشم صفی الدین له وژل کېدو وروسته نعیم قاسم د حزب الله د راتلونکيسرمنشي په توګه یاد شوی.
نعیم قاسم څوک دی؟
نعیم قاسم د حسن نصرالله مرستیال و. هغه ډېری د حزب الله د دویم کس په توګه یاد شوی دی.
قاسم ۷۲ کلن دی او د لبنان په سوېلي نبطيه ښار کې زیږیدلی دی. هغه د لبنان د شیعه وو ترمنځ د سیاسي فعالیت اوږد تاریخ لري.
نعیم قاسم په ۸۰ یمه لسیزه کې د لبنان د حزب الله په جوړولو کې مرسته وکړه او د دې ډلې له روحاني بنسټګرو ګڼل کیږي.
د حزب الله د مشرانو اصلي فعالیتونه پټ دي او له همدې امله په دې ګوند کې د نعیم قاسم ټول رولونه روښانه نه دي.
نوموړي یو مهال د حزب الله د روزنیزو شبکو او د دغه ګوند د پارلماني فعالیتونو څارنه کوله.
قاسم په ۱۹۹۱ کال کې د ګوند مرستیال وټاکل شو. هغه مهال د حزب منشي عباس موسوي و. نوموړی په لبنان کې د حزب الله «شورا» غړی هم دی.
قاسم نعیم په ۲۰۰۵ کال کې (د حزب الله دننه یوه کيسه) په نوم یو کتاب خپور کړ،چې بېلابېلو ژبوته ژباړل شوی دی.