په فلیپین کې د ټرامي توپان له امله ۱۲۰ کسان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۸

په فلیپین کې د ټرامي توپان له امله د مړو شمېره ۱۲۰ ته لوړه شوې او ۳۶ کسان لا هم لادرکه دي.
د فلیپین په شمال ختیځ کې د ټرامي توپان له امله سېلابونه او د ځمکې ښویېدنې پېښې هم رامنځ ته شوې دي.

د استوګنو په ځایونو کې د سېلابونو او سختو ورښتونو له امله د ژوند سیستم ګډوډ شوی او په کورونو کې د اوبو د ټولېدو له امله خلک په بامونو ایسار پاتې دي.
د فلیپین د ناورین ملي اداره وايي، د ټرامي توپان له امله تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي هم دي.
ټرامي توپان (د اکټوبر په ۲۴مه) فلیپین ته ورسېد.
په فلیپین کې د دوو میاشتو د بارانونو کچه په دوه ورځو کې ریکارډ شوې ده.
له بل پلوه د سېلابونو له امله سړکونه ویجاړ شوي او زېربناوې هم سختې اغېزمنې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو