د ناټو سرمنشي:د روسیې په کورسک کې د شمالي کوریا ځواکونه ځای پرځای شوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۷

د دوشنبې پر ورځ د ناټو سرمنشي روسیې ته د شمالي کوریا د ځواکونو د استولو مساله تایید کړه او ویې ویل چې د دغه هېواد پوځي واحدونه په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.
مارک روټ د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي همکارۍ ژورتیا د هند - ارام سمندر او یورو ـ اتلانتیک امنیت ته ګواښ وباله.

د اګسټ په میاشت کې اوکرایني ځواکونو پر کورسک پراخ برید پیل کړ او د روسي ځواکونو له خوا له سیمې ددوی د ایستلو له هڅو سره سره، دغه ځواکونه په دې سیمه کې پاتې شول.
د ناټو سرمنشي د دوشنبې پر ورځ وویل چې په کورسک کې د شمالي کوریا د سرتیرو ځای پرځای کول په اوکراین کې د روسیې په "غیرقانوني جګړه" کې د پیونګ یانګ د ښکیلتیا " پام وړ زیاتوالی" ښيي.
روټ د دغو ځواکونو شته والی د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سرغړونه او په اوکراین کې د جګړې "خطرناک پراخوالی" وباله او دا یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د "زیاتېدونکي نهیلۍ" نښه وبلله.
روت وويل: «د اوکراين په جګړه کې تر ۶۰۰ زرو زيات روسي سرتېري وژل شوي او ټپيان شوي او هغه نه شي کولای چې له بهرني ملاتړ پرته پر اوکراين خپل يرغل ته دوام ورکړي.»
کرملین په روسیه کې د شمالي کوریا د ځواکونو د حضور په اړه راپورونه "جعلي خبرونه" بولي؛ خو پوتین د پنجشنبې پر ورځ په روسیه کې د دغو ځواکونو موجودیت رد نه کړ او ویې ویل چې دا په مسکو پورې اړه لري، چې له پیونګ یانګ سره د پوځي تړون د پلیتابه د څرنګوالي پریکړه وکړي.
په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازي هم دغه راپورونه "بې بنسټه اوازې" بللې دي.
د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر مشر د دوشنبې پر ورځ وویل چې بندیزونه به په جګړه کې د شمالي کوریا د ښکیلتیا لپاره کافي ځواب نه وي او کیف ته یې د نورو لویدیزو وسلو د لیږلو غوښتنه وکړه.
اندري یرماک پر خپل ایکس ولیکل: "د شمالي کوریا ځواکونه اوس په کورسک سیمه کې دي، دا یوه تېښته ده. یوازې بندیزونه کافي نه دي. موږ وسلو او یو روښانه پلان ته اړتیا لرو چې د اروپا په جګړه کې د شمالي کوریا د پراخ ګډون مخه ونیسو."

نور خبرونه

رادیو