د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې دغې ډلې د قزاقستان الماتا ښار ته ۲۳ ټُنه انار صادر کړي دي.
د دې وزارت په خبره، قزاقستان ته د طالبانو د پلاوي له سفر او د دواړو هېوادو د خصوصي سکټور ترمنځ د څو هوکړه لیکونو له لاسلیک وروسته دا لومړۍ کڅوړه ده، چې دغه هېواد ته صادرېږي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا د افغانستان د انارو لومړۍ جوپه ده، چې دې هېواد ته یې لېږې ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د انارو د یوه صادرونکي له قوله ویلي، چې دوی غواړي قزاقستان ته د انارو صادرات زیات کړي.
د یو شمېر راپورونو له مخې، یاده اندازه انار د تورغونډۍ بندر له لارې د قزاقستان الماتا ښار ته لېږل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي و، چې سږ کال له دغه ولایته ۶۱۵۰ ټنه انار صادر شوي او تمه ده، چې د روان کال تر پایه به دغه صادرات زیات شي.
د کندهار انار چې د هېواد له مشهورو صادراتي مېوو څخه دی، زرګونه ټنه یې متحده عربي امارتو، هند، انګلستان، قرغزستان او لبنان ته صادرېږي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله نننۍ خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې دا ډله غواړي نورو هېوادونو ته هم د افغانستان د توکو د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.
سره له دې چې د نړۍ هېڅ یو هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د قزاقستان په ګډون د سیمې ډېر شمېر هېوادونه له یادې ډلې سره ښې اقتصادي اړیکې لري.
قزاقستان بیا په دې وروستیو کې د طالبان نوم هم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه اېستلی دی او هڅه کوي، چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.