طالبانو په بغلان کې یوه ښځه د «بداخلاقي» په تور په دورو وهلې ده

۳ ورځې مخکې

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په بغلان ولایت کې یې یوې ښځې ته «د غیري اخلاقي کړنو، د ښځو چلولو یا دلالۍ» په جرم په عام محضر کې تعزیرې سزا ورکړې ده.

د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو ورکولو په دوام د یادې ډلې سترې محکمې د سې شنبې په ورځ د (لړم ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بغلان ولایت کې یې یوې ښځې ته تعزیرې سزا ورکړې ده.
په خپرپاڼه کې لیکل شوي، چې پر یادې ښځې یې د «دلالۍ» په جرم د بغلان ولایت په ابتدایيه محکمه کې د تعزیرې سزا حکم عملي کړی دی.
خبرپاڼه کې د ښځې د هویت په اړه څه نه دې لیکل شوي؛ خو زیاتوي چې یاده ښځه د ابتدایه محکمې له‌خوا ۳۹ دورې وهل شوې او په شپږ میاشتې بند محکومه شوې ده.
په روانه اونۍ کې طالبانو د دوو ښځو په ګډون په کابل، پکتیا، تخار او بغلان ولایتونو کې اته کسانو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکړې دي.
طالبانو تېره اونۍ په پکتیا ولایت کې پر یوه کس د یوه طالب د وژلو په تور د قصاص حکم هم عملي کړ.
د طالبانو له لوري په عام محضر کې قصاص او بدني سزاګانو ورکولو کړنې د بشري حقونو ملاتړو ادارو او سازمانونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې دي؛ خو طالبان نړۍوالو غبرګونونو ته له ځواب ورکولو پرته نږدې هره ورځ خلکو ته بدني سزاګانې ورکوي او وايي په ټولنه کې «شریعت» پلي کوي.

نور خبرونه

رادیو