متقاعدینو کابل کې د یوناما دفتر مخې ته پر اعتراض لاس پورې کړی

AP ۱۴۰۳ لړم ۷

د متقاعدو دولتي کارکوونکو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ د طالبانو له خوا د دوی د درې کلنو معاشونو د نه ورکولو له امله په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ پر وړاندې اعتراض کړی.
د طالبانو مشر په افغانستان کې د تقاعد سیسټم لغوه کړی او د متقاعدینو معاشونه یې بند کړي دي.

يو شمېر تقاعد شوي مامورين، چې د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د يوناما دفتر مخې ته راټول شوي وو وايي، له ګڼو اعتراضونو وروسته اړ شول، چې د خپلې ستونزې د حل لپاره يو ځل بيا دغه دفتر ته ولاړ شي.
یوه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ښيي چې دغه مامورين د یوناما پر وړاندې راټول شوي او د خپلو حقونو د غوښتلو اړوند خبرې کوي.
دا څووم ځل دی چې پخواني متقاعدین د طالبانو له حکومت نه خپل تقاعدي معاشونه غواړي او لاریونونه او اعتراضونه کوي.
په دې وروستیو کېطالبانو په کابل کې د مالیې وزارت ته تللې لارې هم تړلې دي.
تقاعد شوي مامورين وايي، چې په ۱۴۰۰ ل کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دوی خپل تقاعد نه دی ترلاسه کړی.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په افغانستان کې د تقاعد سیستم منحل کړی او د متقاعدینو حقونه یې بند کړي دي.

نور خبرونه

رادیو