جرمني له څو میاشتو ځنډ وروسته ۲۰۰ افغانان له اسلام اباد څخه دغه هېواد ته ولېږدول

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۵

د جرمن رسنیو د رپوټ له مخې شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوال د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد جرمني ته ولېږدول شول.

د جرمني اېم ډي ار ټلوېزیون لیکلي چې دا کډوال په افغانستان کې د جرمني ځواکونو پخواني همکاران وو.

جرمن رسنیو د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۵مه خبر ورکړ، چې دغو پناه غوښتونکو په افغانستان کې د جرمني لپاره د ژباړونکو یا موټر چلوونکو په توګه کار کاوه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه کډوال له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان ته تللي وو او په دغه هېواد کې یې پناه اخیستې وه.

ویل کېږي چې په دغو پناه غوښتونکو کې ښځې هم شته چې ج د پنجشنبې په ماښام د جرمني ایرفورت هوايي ډګر ته رسیدلي دي.

د جرمني د کډوالۍ دفتر کارکوونکو د دې افغان کډوالو هرکلي وکړ.

په افغانستان کې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته د جرمني فدرالي حکومت ژمنه کړې وه، چې هره میاشت به له خطر سره مخامخ ۱۰۰۰ افغانان جرمني ته ولېږدوي خو دا بهیر اوس له ځنډ سره مخ دی.

راپورونه ښيي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په خطر کې د یو شمېر افغانانو غوښتنلیکونه منلي وو، خو په دغه هېواد کې له څو امنیتي پېښو وروسته یې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته ایمیلونه لېږلي چې د ډېرو غوښتنلکیونه رد شوي وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د اعلان له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۳ زره افغانان چې له خطر سره مخامخ دي جرمني ته د تلو په تمه دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فېسر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا حکومت له افغانانو سره کړې ژمنې په خطر کې اچولې، وویل چې د لېږل شویو کډوالو شمېر تر ژمنې کم دی.

نوموړې د دې ځنډ لامل د زياتو امنيتي څېړونو شتون وباله.

نور خبرونه

رادیو