د طالبانو روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د لړم ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له قطر د طبي وسایلو یوه چوپه کابل ته رسېدلې او دغه وزارت ته سپارل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې په دې مرستو کې کې څلور مجهز امبولانسونه او عصري طبي تجهیزات شامل دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت د قطر د مرستو ستاینه وکړه او ویې ویل، دوی هڅه کوي چې د ترلاسه شویو طبي وسایلو په کارولو سره د افغانستان روغتیايي سیستم ښه کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ۱۳۹۳ کال د وري په میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه وګړي طبي مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان زیاته کړه چې باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه لویه ننګونه ده.
له هغه وروسته د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې د افغانستان ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو ته یې د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۴ ټنه درمل او روغتیايي کیټونه ورکړي دي.