د پاکستان لوی درستیز: طالبان دې باوري‌کړي چې افغان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کارېږي

۲ ورځې مخکې

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د ۲۰۲۴ مارګلې ډیالوګ غونډې ته وینا کې بیا د طالبانو له حکومت د دې باوري کول غوښتي، چې «افغان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کارېږي.»

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، عاصم منیر په خپلو خبرو کې بیا له طالبانو هیله وکړه، چې په دې برخه کې څرګند ګامونه پورته کړي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې پاکستاني چارواکي بیا بیا دا ډله تورنوي چې د دغه هېواد ضد پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي ته یې پنا ور کړې ده.

جنرال عاصم منیر نن په خپلو خبرو کې دې ډلې ته په اشاره وویل: «فتنه الخوارج د ټولې نړۍ د ترهګرو او نیابتي ډلو لپاره په مرکز یا هستې بدله شوې ده.»

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په خپلو خبرپاڼو کې د تحریک طالبان پاکستان ته فتنه الخوارج خطلب کوي.

په افغانستان کې طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې رد کړې دي او ویلي چې د کومې وسلوالې ډلې ملاتړ نه کوي او نه کومې ډلې ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کاونډيو هېوادونو پرضد وکاروي.

د پاکستان د پوځ مشر دا هم وايي، چې له افغانستان سره د پولو خوندي کولو لپاره یې تکلاره جوړه کړې ده او د عزم استحکام عملیاتو هدف هم د ترهګرۍ او فراطیت ختمول دي.

د پاکستان د پوځ مشر وايي چې د امن لپاره خپل مثبت کردار ته ادامه ورکو او د کومې نړیوال شخړې برخه نه جوړیږي.

که څه هم جنرال عاصم منیر د کوم حکومت یا هم هېواد نوم وانخیس>‌خو وویل چې ریاستي سرپرستی لاندې ترهګري یوه نړیواله جدي ننګونه ده.

د پاکستان حکومت پر طالبانو سربېره د هند حکومت هم تورنوي چې په دغه هېواد کې د وسلوالو ملاتړ کوي، خو نوی ډېلی دا تورونه ردوي.

نور خبرونه

رادیو