پوتین د روسیې په خاوره د برید لپاره له اوکراین سره د مرستو په اړه ناټو ته خبرداری ورکړ

AP ۱۴۰۳ لړم ۶

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې که امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه د روسیې په خاوره د برید لپاره له اوکراین سره د لرې واټن ویشتونکو توغندیو مرستې وکړي، مسکو به ددې کار ځواب ورکړي.

پوتین ویلي، چې د دې احتمالي اقدام په اړه روسیه بېلابېلې ګزینې په پام کې لري او په متناسب ډول به ځواب ورکړي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د اوکراین له خوا پر روسیې باندې د لوېدیځو هیوادونو د لرو واټن ویشتونکو توغندیو د برید په اړه خبرې یې د ناټو مشرانو ته رسېدلي وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین په ختیځ کې د روسي ځواکونو له پرمختګ وروسته د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او نورو چارواکو په وار وار د کیف له متحدینو غوښتي، چې د روسیې پر خاوره د برید لپاره د لوېدیځو هیوادونو له خوا د ورکړل شوو توغندیو د کارولو ممنوعیت لغوه کړي.
واشنګټن بیا تر اوسه په رسمي او عمومي توګه د اوکراین د دې غوښتنې په اړه موافقه نه ده کړې.
د یادولو ده، چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې پر اوکراین پوځي عملیات پیل کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ تر اوسه خونړۍ نښتې روانې دي.
د جګړې له پیل راهیسې، روسیې د اوکراین شاوخوا یو پر پنځمه برخه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

نور خبرونه

رادیو