د ایران قضايي چارواکي: په شخصي موټرونو کې د «ناقانونه» افغانانو تګ راتګ منع دی

AP ۱۴۰۳ لړم ۶

د تایباد ښار لوی څارنوال ویلي، چې د ایران بېلابېلو ښارونو ته په شخصي موټرو کې د «ناقانونه» افغانانو تګ منع دی.

حجت صديقي وويل: د هغو موټرو خاوندان چې «ناقانونه» افغانان لېږدوي سزا دې ورکړل شي.

د هغه په ​​وينا، د هغو موټرونو خاوندان چې بې اسناده افغانان لېږدوي، د مجازاتو تر څنګ به د ايران د ملي امنيت شورا د پرېکړې له مخې تر شپږو مياشتو پورې د هغوى موټرونه ودرول شي.

د ایران د دغه چارواکي د څرګندونو له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې څه باندې ۲۳ زره «ناقانونه» افغانان نیول شوي او افغانستان ته لیږدول شوي دي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې د تایباد په بېلابېلو سیمو کې ۱۶ کورونه چې «ناقانونه» افغانانو ته ورکول شوي وو، په نښه او د مسولانو له لوري قلفونه ور اچول شوي.

حجت صديقي وويل، چې دغه ګام د خلکو له غوښتنې او د عدلي او قضايي ارګانونو په حکم اخیستل شوى دى.

نوموړي د شنبې په ورځ د لړم په پنځمه نېټه ایرنا خبري اژانس ته ویلي، هغو کسانو چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه نیولي وو، په وړاندې یې دوسیې ثبت کړې، عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ورپيژندلي دي.

دایران دغه قضایي چارواکی وايي: «هغه کسان چې «ناقانونه» بهرنیانو ته د استوګنې لپاره د کورونو په سپارلو کې د املاکو د مشاورینو په شمول ګډون کړی دی دوسیې یې قضایی چارواکو ته وړاندې کوي او له قانون سره سم به ورسره چلند وشي.»

د تایباد لوی څارنوال ټینګار وکړ چې له «ناقانونه» افغانانو سره کرایه، پېر او پلور منع او سرغړونه ده.

د ایران حکومت پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او په ډیرو لویو ښارونو کې یې د هغوی پر کار، فعالیتونو او تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي چې «خپل هېواد ته ولاړ شي، کار وکړي او هغه ځای اباد کړئ»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د شته سختو حالاتو او د طالبانو د بیا حاکمېدو له امله د بې وزلۍ او بیکارۍ د ډيروالي له امله ګڼ افغانان خپل هېواد پريږدي ایران او نورو هېوادونو ته ګډه کیږي.

نور خبرونه

رادیو