په دایکندي کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې ددې ډلې د دایکندي والي نجیب الله رفیع دولتي مامورینو ته د "امربالمعروف" قانون "تدریس او تشریح" کوي.
د دايکندي ولايت مقام د يکشنبې په ورځ د لړم په ٦مه په یوه اعلایمه کې ویلي، چې د دولتي کارکوونکو لپاره د امربالمعروف د "تدريس او تفسير" ټولګي هره ورځ نيم ساعت په پام کې نيول شوي دي.
د دایکندي والي نجیب الله رفیع د دې ټولګي د تنظیم پر مهال ملکي مامورینو ته وویل چې د امربالمعروف په قانون کې د اسلام او شریعت احکام شامل شوي او تطبیق یې یقیني دی.
شنونکي وايي، چې دغه قانون د وګړو ډیری اساسي حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کوي.
دغه قانون د ښځو غږ "عورت" بللی او له هغوی غواړي چې خپل مخونه هم پټ کړي.
غه قانون د ساکښو موجوداتو د انځورونو فلم اخستل او خپرول او د موسیقۍ هر ډول تولید، خپراوی او اوریدل هم منع کوي.
دا جنجالي قانون د طالبانو د امربالمعروف وزارت چارواکو ته واک ورکوي، چې په ښار کې د خلکو څارنه او کنټرول وکړي.
له دې وړاندې په دایکندي ولایت کې طالب چارواکو د دغه قانون له پلي کېدو وروسته د دولتي تلویزیون خپرونې بندې کړې وې.
د طالبانو امربالمعروف وزیر د دغه قانون د پلي کولو لپاره ولایتي سفرونه پیل کړي دي.