سعودي عربستان څه باندې ۱۱ زره کډوال شړلي

AP ۱۴۰۳ لړم ۶

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د کار قانون، استوګنې او سرحدونو له څارنې وروسته یې له ۱۱ زره ۷۰۰ څخه ډیر کډوال شړلي دي.

دغه وزارت وايي، دغه کسان د کاري چاپېريال د خونديتوب او د قانون د پليتابه په هدف له يوه اوونيز کمپاين وروسته اېستل شوي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ (د لړم۶ مه) اعلان وکړ، چې د تیرې یوې اوونۍ کمپاین په ترڅ کې ۲۰ زره او ۸۹۶ سرغړونې ثبت شوې چې له دېډلې ۱۱ زره ۹۳۰ یې د استوګنې، پنځه زره او ۶۴۹ یې د سرحدي امنیت او درې زره او ۳۱۷ نورې یې د کار د قوانینو اړوند سرغړونې دي.

چارواکي وايي، د دغه کمپاین په ترڅ کې یې ۱۳سوه او ۷۴ کسان نیولي چې په ناقانونه توګه یې د دغه هېواد خاورې ته د ننوتو پلان درلود. د چارواکو په وینا په دغو کسانو کې ۴۳ سلنه یې د یمن او ۵۵ سلنه یې ایتوپیایان دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې ۱۰۷ تنه په داسې حال کې نیول شوي، چې غوښتل یې له اجازې پرته له هېواده ووځي.

دغه وزارت ویلي چې ۲۴ سعودیان هم کډوالو ته د غیر قانوني استوګنې برابرولو او کارموندنې په تور نیول شوي.

وزارت خبرداری ورکړی، چې له غیرقانوني داخلېدو سره مرسته کول او له مجرمانو او "غیرقانوني کډوالو" سره همکاري جرم دی او مجرم کسان تر ۱۵ کلونو پورې بند او تر یو ملیون ریال پورې جریمې سره مخکیدای شي.

د سعودي عربستان له ګاونډیو هېوادونو ډېر کډوال له ویزې پرته دغه هېواد ته د کار موندلو په موخه ننوځي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وخت په وخت د دې غیر قانوني کډوالو د پیژندلو او شړلو لپاره د څارنې ډلې مکلفوي.

نور خبرونه

رادیو