د نیشاپور د کرنې مشر علي مبارکي وايي، سره له دې چې زعفران له ایرانه افغانستان ته صادرېږي، خو دغه هېواد د ایران د زعفرانو اصلي سیال دی.
د صدا و سیما خبري اژانس د خبر له مخې علي مبارکي ویلي: په ایران کې د زعفرانو کښت د نورو هېوادونو پرتله ډیره پخوانۍ مخینه لري.
د دغه راپور له مخې علي مبارکي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د (لړم شپږمه) نېټه په نیشاپور کې د ایران د زعفرانو د ملی ورځې په لومړۍ نمانځ غونډه کې وکړې.
بل خوا طالبان وايي، د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د زعفرانو د کښت کچه لوړه شوې ده.
د روان کال د غوايي میاشتې په پیل کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي و، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران نهو هېوادونو ته صادر کړل.
همدارنګه په بلجیم کې د "مزه" نړۍوال انسټیټیوټ سږکال ویلي، چې له لابراتواري ازموینې وروسته د هرات زعفرانو د خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړ.