د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ: طالبان دې په افغانستان کې خپلسرې نیونې ودروي

AP ۱۴۰۳ لړم ۶

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غواړي، چې پر طالبانو فشار راوړي څو دغه ډله خپلسرې نېونې ودروي.

یاد غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغو کسانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د طالبانو له خوا په غیر قانوني توګه نیول شوي دي.

دوی همداراز د طالبانو دا کړنې غندي او له نړۍوالو ادارو غواړي، چې د افغانستان د ښځو تر څنګ ودرېږي او په جدیت سره د طالبانو خپلسرو نیونو ته رسیدګي وکړي.
د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ وایي، چې نړۍوال باید د افغان ښځو غږ واوري او دوی دغه راز په هېواد دننه د ټولو ښځو د ازادۍ او عدالت ته د رسېدو غوښتونکي دي.
دغه غورځنګ د طالبانو له خوا د ښځو، مدني ټولنې، رسنوالو او د سیاسي، ټولنیزو او پوځي چارو د فعالانو نیول د بشري حقونو نقض ګڼي او وایي، چې د طالبانو کړنې انساني کرامت ته نه درناوی دی.
د دوی په وینا، خپلسرې نیونې د ښځو او کورنیو ترمنځ د وېرې او د ناامنۍ د رامنځته کېدو لامل کېږي.
طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې په پراخه توګه د ښځو د حقونو د فعالانو، خبریالانو او د سیاسي چارو د پوهانو په لاسنیوي لاس پورې کړی دی.
نیول شوي کسان بیا د طالبانو په بندخونو کې سخت شکنجه کېږي او ځیني کسان بیا ځلې په دې شرط خوشې کېږي، چې ټولنیز فعالیتونه او مرکې و نه کړي.
که څه د طالبانو دغه کړنې له پراخو نړۍوالو غبرګونو سره مخ دی، خو یاده ډله وایي، چې دوی په افغانستان کې اسلامي شریعت پلي کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو