د طالبانو د امربالمعروف وزیر وایي، چې ان یوه بالغه مېرمن اجازه نه لري چې د لمانځه پر مهال یوې بلې بالغې ښځې ته «الحمدالله او سبحانالله» ووایي، څه دا چې هغه سندره ووایي.
خالد حنفي وایي: «کله چې یوه ښځه د تکبیر او اذان اجازه نه لري نو سندرې او ترانې هم ویلی نه شي.»
د طالبانو د امربالمعروف وزرت د شنبې په ورځ (د لړم ۵مه) د خالد د ویناوو یو غږیز فایل خپور کړی، چې په کې وایي دا قانون به په تدریج سره پلي شي.
نوموړي د ښځو پر وړاندې په ځانګړې توګه د ښځو سندرو ویلو ممنوعیت ته په اشارې سره د محدودیتونو د نیوکو په اړه وویل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو (یوناما) خپل راپورونه یوازې د امربالمعروف کړنو ته ځانګړې کړي دي.
یاد طالب چارواکي دغه ټينګار وکړ، چې د امربالمعروف وزارت «زمونږ د خویندو په سر ټیکري واچول چې عزت یې خوندي وي، خو پردي کسان مو خویندې بې عفته او بې حرمته کوي. په همدې دلیل د مشرتابه له خوا د ښځو اړوند یو شپږ ماده ییز فرمان صادر شوی دی.»
د طالبانو د امربالمعروف قانون د ښځو غږ عورت ګڼي او دغه راز یې افغان مېرمنې یې له شرعي محرم پرته له ګرځېدو څخه منع کړي دي.
د یادولو ده، چې د طالبانو دا قانون له پراخو ملي او نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.