په خیبرپښتونخوا کې د پولیو د تازه یوې پېښې په ثبتېدو سره روان کال په دغه هېواد کې د پولیو د پېښو شمېر ۴۰ ته لوړ شو.
د پاکستان د بیړنیو عملیاتو مرکز د راپور له مخې، په پښتونخوا کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوې ده.
د دغه مرکز د راپور له مخې، د پولیو یاده پېښه د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهاټ کې ثبت شوې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پولیو د یوې تازه پېښې په ثبتېدو سره په روان کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۰ ته لوړ شوی.
د پاکستان د بیړنیو عملیاتو د مرکز د راپور له مخې، په روان میلادي کال کې د پولیو ډیرې۲۰ مثبتې پېښې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې، ۱۲ په سند ایالت کې، شپږ په خیبر پښتونخوا او یوه، یوه په پنجاب او اسلام اباد کې ثبتې شوې دي.
په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وروستیو نا امنیو او د پولیو واکسین په وړاندې د سیمې خلکو او وسله والو د حساسیت له امله په ډيریو سیمو کې دغه واکسین تر ټولو ماشومانو نه رسیږي چې په دې سره د پولیو پېښې په ډيرېدو دي.
د وسله والو په وروستیو بریدونو کې په دغو دوو ایالتونو کې نږدې شل د پولیو کارکوونکي او د هغوی ساتوونکي پولیس وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت ویلي، چې د پولیو ضد واکسین کمپاین به د اکټوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه په ټول پاکستان کې پیل شي او په دغه دوره کې به له پنځو کلونو کم عمره ۴۵ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.